په پاکستان کې د مالټو باغ لرونکي وايي، سږ کال یې حاصلات د پام وړ ښه وو خو د صادارتو د نشتوالي له کبله له سختو مالي زیانونو سره مخ دي. دوی د دغه زیان لوی لامل له افغانستان سره بندې لارې بولي چې ورسره پاکستان کې د دغو حاصلاتو بیې خورا ټېټې شوې دي. د پاکستان مالټې نه یوازې افغانستان ته صادرېدل بلکې په یوه زیاته اندازه د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا هېوادونو ته هم رسېدلې. مرکزي اسیا ته د پاکستان د مالټو او نورو حاصلاتو د رسولو یوه بدیله لار ایران بلل کېږي خو سوداګر وايي چې دا لار د افغانستان پرتله ډېره اوږده او ګرانه ده. پاکستاني سوداګر وايي، د افغانستان له لارې دغه مېوه روسیې ته په ۹ورځو او د ایران له لارې په ۲۵ورځو کې رسېده.








