د هسپانیا د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد په ادموز سیمه کې د دوو چټک اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي، لسګونه نور ټپیان دي او ښایي یو زیات شمېر نور لا هم په اورګاډو کې بند پاتې وي. د راپور لهمخې، یو چټک اورګاډی چې تر ۳۰۰ ډېر سپرلۍ پهکې سپاره وو، له حرکت څخه یو ساعت وروسته یې ۳ وروستي واګونونه له پټلۍ ووتل او له مقابل لوري څخه له بل راتلونکي چټک اورګاډي سره وجنګېدل، چې له امله یې هغه بل اورګاډی هم له پټلۍ واوښت. د هسپانیا د ټرانسپورټ وزیر اسکار پوینته پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، له دغې پېښې وروسته د یادې پټلۍ ټول رېل ګاډي بېرته خپلو لومړیو تمځایونو ته ګرځول شوي دي.








