د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په بکواه او ګلستان ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله د یکشنبې په ورځ پر ۷۰۹ زیانمنو کورنیو له سروې وروسته یو شمېر خوراکي او غېرخوراکي توکي وېشل شوي دي. د فراه ولایت لپاره له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست د مسوولینو په خبره له دغه شمېر څخه پر ۶۹۹ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، نیم کیلو تور چای او ۱۰ کورنیو ته چې کورونه یې زیات ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته له یادو خوراکي توکو سربېره یوه خیمه هم وېشل شوې ده.







