د دایکنډي په میرامور ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ١٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي ویلي، چې یاده پېښه د میرامور ولسوالۍ په برکر حسنرضا سیمه کې د یوه پلنکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې یو تن مړ او د ښځو په ګډون ٩ نور ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه غزني ولایت ته لېږدول شوي دي.








