د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ شاوخوا ٥٠ تنه ملي سوداګرو بنګلهدېش ته رسمي سفر وکړ. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په دې سفر کې به د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ پر دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو، د سوداګرۍ پراختیا، د صادراتو او وارداتو پر اسانتیاوو، او په ګډو سوداګریز فرصتونو هر اړخیز بحثونه ترسره شي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، یاد سفر د افغانستان د ملي سوداګرو لپاره د نویو بازارونو موندلو، د افغانستان د تولیداتو لپاره د صادراتي فرصتونو پراخولو، او د سیمې په کچه د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا لپاره تر سره کیږي.








