د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د افغانستان او ایران ترمنځ د تلونکو بسونو، ټکسي او بار وړونکو موټرو ته د بینالمللي پلېټونو د وېش لړۍ پیل شوې ده. سرچینې ویلي، چې دا لړۍ په لومړي ځل هرات کې پیل شوې او ټاکل شوې چې په وروستیو پړاوونو کې به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي. د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې به ۶۰۰عرادې ټکسي او بسونه او نږدې ۷زره باروړونکو موټرو ته نړیوال پلېټونه ووېشل شي. د دې اقدام موخه ټرافیکو کې د غوره نظم رامنځته کول، د نقلیه وسایطو تګ راتګ کې اسانتیاوې برابرول او د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران ترمنځ د ټرانزیټي همکاریو پیاوړتیا ده.








