د عراق په سویل کې له عینالاسد هوایي اډې څخه د امریکا په مشرۍ ټول بهرني ځواکونو وتلي دي. رویټرز خبري اژانس د عراق د دفاع وزارت د چارواکو له قوله ویلي، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د دې هېواد پوځ په بشپړه توګه د عینالاسد هوایي اډې کنټرول په لاس کې اخیستی دی.








