په تاشکند کې د بلاروس سفیر الکساندر سیرګېویچ د ازبکستان لپاره د افغانستان له سفیر عبدالغفار بحر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو د پراخولو پر لارو چارو خبرې کړې دي. بلاروس له افغانستان سره د همکاریو د زیاتولو لپاره د غیرمقیم استازي د ټاکلو، د ګډ صنعتي کاري ګروپ د جوړولو، په ترمذ کې د وچو شیدو د تولید پروژې، د روغتیا په برخه کې همکارۍ، افغان سوداګرو ته د ویزو اسانتیاوو، کونسلي همکاریو او د افغانټرانس، ټاپي او کاسا-۱۰۰۰ په څېر سیمهییزو پروژو کې د ګډون وړاندیز کړی دی.








