د کډوالو د حقونو مدافع بنسټ «پرو اسایل» ویلي، چې المان په وروستیو میاشتو کې د افغانستان، سوریې، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو وګړو ته د پناه ورکولو کچه ټیټه کړې ده. د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، اوس په المان کې د ډېری افغان پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه رد کېږي او له هر درېیو افغانانو یوازې یو کس د پناه حق ترلاسه کوي. همداراز د سوریایي وګړو شاوخوا ۹۵ سلنه او د ایرانیانو نږدې ۷۳ سلنه غوښتنلیکونه هم نه منل کېږي. پرو اسایل زیاتوي چې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۱۱۳ زره کسانو په المان کې د پناه غوښتنه کړې، خو یوازې ۳۸ سلنه یې بریالي شوي، په داسې حال کې چې دا کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۵۹ سلنه وه. د یاد بنسټ په وینا، د پناه غوښتنو زیات رد کېدل د کډوالو د اصلي هېوادونو د وضعیت له ښه کېدو سره تړاو نه لري، بلکې تر ډېره سیاسي عوامل پکې رول لري.








