د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې لاریون کوونکو ته خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی دوام وکړي، د «پاڅون قانون» به پلي کړي او د هغوی پر وړاندې به پوځي ځواک وکاروي. دغه لاریونونه د مینیسوټا ایالت په یوه ښار کې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې د ځواکونو له لوري د یوې ښځې د وژل کېدو په غبرګون کې پیل شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې، دا اعتراضونه له تېرو دوو ورځو راهیسې تاوتریخوالي ته اوښتي او د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځته شوې دي.








