د لوګر ولایت ځایي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې هغو کورنیو ته چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایرانه په زور ایستل شوې، نږدې ورځو کې د مرکز پلعلم اړوند د کډوالو ښارګوټي کې استوګنیزې نمرې وېشل کیږي. د لوګر د کډوالو او راستنېدونکو چارو امریت مسوولین وایي، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر دامهاله شاوخوا ۲۵۰۰ کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایرانه لوګر ته راستنې شوي. د سرچینې په خبره له ډلې ځینې کورنۍ خپلو اصلي مېنو ته تللي، خو یو شمېر نورې یې په کرايي کورونو او یا هم د خپلو خپلوانو په کورونو کې مېشتې شوې دي. سرچینې زیاته کړې، چې د دوی په ګډون د تېرو کلونو راستانه شويو کورنیو لپاره به په نږدې راتلونکې کې د مرکز په کډوالو ښارګوټي کې د ۱۷ زره استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ پیل شي.








