د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې له هغو ایتالیایانو چې په ایران کې مېشت دي، غوښتي چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي. یاد وزارت ویلي چې په ایران کې له ۶۰۰ څخه زیات ایتالیایان حضور لري چې ډېری یې په تهران کې اوسي. ایټالیا په ایران کې روان تاوتریخوالی غندلی او د معترضانو د ساتنې غوښتنه یې کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې ایران د امریکا د احتمالي پوځي برید د اندېښنو له امله، خپل هوايي حریم د څه باندې پنځو ساعتونو لپاره تړلی و.








