له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر ملا نورالدین ترابي د اکټید موسسې رییس سره په کتنه کې ویلي، چې د ۲۰۲۶کال لپاره د خلکو او سیمو د اړتیاوو په تړاو یې نوملړ چمتو کړی دی. نوموړي ویلي، چې په دې نوملړ کې د خلکو اړینې اړتیاوې ځای پر ځای شوې دي. د اکټیډ موسسې مشر هانس کریسټن جوهانس د دغه ناستې په لړ کې له پېښو سره د مبارزې ادارې له مشر سره ژمنه کړې، چې دغه چمتو شوی نوملړ به یې هم د خپلو کاري پلانونو او مرستو په بهیر کې شامل کړي. د نوموړي په خبره دغه د اړمنو کسانو او سیمو چمتو شوی نوملړ به له نورو مرستندویه ادارو او مالي ملاتړ کوونکو سره هم شریک کړي.








