اروپايي ټولنې د اوکراین د بودیجې او پوځي اړتیاوو لپاره د ۹۰ ملیارډ یورو پور تصویب کړ. اروپايي ټولنې ویلي، چې دغه پور په راتلونکو ۲ کلونو کې د اوکراین د مالي اړتیاوو د زیاتې برخې د پوره کولو لپاره ورکوي. دا اقدام په روانه جنوري میاشت کې وروسته له دې کیږي چې د اروپايي ټولنې مشرانو په تیره ډیسمبر میاشت کې دا غوره کړه چې اوکراین ته د ټولنې په هیوادونو کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو په ضمانت د “جبراني پور” په ځای د ټولنې د بودیجې څخه پور ورکړل شي. تېر کال، نړیوال وجهي صندو (ای ایم ایف) اټکل وکړ چې اوکراین به د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره شاوخوا ۱۳۵ ملیارد یورو ته اړتیا ولري.








