په قطر کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین د ډیپلوماټانو، پانګهوالو او د قطر د بېلابېلو ادارو د استازو په شتون کې «د ګلوبل بېزنس هب» کلنۍ ناسته کې ګډون کړی. شاهین په دې ناسته کې ویلي، چې اوسمهال د افغانستان د کانونو، کرنې، ګرځندوی، ودانیزو چارو او نورو اقتصادي سکټورونو کې پراخ او خوندي فرصتونه برابر شوي. نوموړي ویلي، چې د پانګهوالو د هڅونې په موخه افغانستان کې پر پانګونو مالیات نه وضع کېږي. شاهین دغه راز د دې ناستې ګډونوالو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړې ده.








