د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، چې د افغانستان په اړه تر اوسه د مسکو او واشنګټن ترمنځ هېڅ ډول اړیکه او خبرې نه دي شوي. هغه له «ټاس» خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې هم دواړو لورو د افغانستان په اړه دوهاړخیزې اړیکې نه لرلې او حتی له امریکایي استازي توماس وېسټ سره یې خبرې نه وې شوې. کابلوف یادونه کړې، چې نړۍوال وضعیت له ۲۰۲۱ کال څخه راپه دېخوا بدلون کړی او په قطر کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې شوې ناستې کې یې هم له امریکا سره ګډ کار ناممکن بللی و.








