د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر خوست ته د خپل سفر په لړ کې یاد ولایت ته د راستنو شویو کډوالو له استازو لیدنه کړې ده. یاد وزارت ویلي، په دې لیدنه کې نوموړي له لسګونو اړمنو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته هم کړې ده. مولوي عبدالکبیر ویلي، چې افغانان د دین او د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې په موخه کډوالۍ ته اړ شوي او هر راستون شوی افغان د قدر وړ دی. نوموړي زیاته کړې، چې په ټول توان د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې هڅې کوي او ا.ا د راستنېدونکو د ښه خدمت لپاره اړوندې چارې ځینو وزارتونو او ادارو ته سپارلې دي. هغه ویلي، چې په ټولو ولایتونو کې اړمنو راستنو شویو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې او تمه کېږي، چې زرګونو کورنیو ته به نغدي او د خوراکي توکو مرسته ووېشل شي.








