له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د ډنمارک د کډوالو شورا د پروګرامونو له مسوولې، هنا روزهالوي او مل پلاوي سره کتلي. په دې کتنه کې د ډنمارک د کډوالو شورا د پروګرامونو مسوولې د روان زېږدیز کال لپاره په پام کې نیول شویو د ماین پاکۍ، په درې زونونو کې په ځانګړي ډول په صفري نقطو کې د معیشت برخې، راستنېدونکو ته د رسېدنې، د کونړ زلزله ځپلو ته د رسېدنې، د اوبو شبکو جوړولو، د طبیعي پېښو پر مهال د ډرون ټکنالوژۍ کارولو او نورو برخو همکارۍ ته بشپړ چمتووالی ښودلی. دغه راز دې کتنه کې ترابي زیانمنو او اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو برخه کې پر روڼتیا او چټکتیا ټینګار وکړ.








