د راپورنو له مخې په ایران کې د حکومت پر ضد پیل شوي لاریونونه له تېرو ۱۶ورځو راهیسې دوام لري او نور هم پراخ شوي دي. د راپورونو پر بنسټ، دغه لاریونونه داسې مهال دوام لري چې ویل شوي امنیتي ځواکونو مختلفو سیمو کې پر اعتراض کوونکو ډزې کړې دي. سرچینې ویلي، ایراني مشران هڅه کوي هغه څه چې «د اسراییلو او امریکا توطیه» یې بولي، د ځپلو او تاوتریخوالي له لارې لاریونونه مهار کړي. تر دې دمه، د ایران واټونه د معترضانو تر کنټرول لاندې دي. د امنیتي ځواکونو ځپنه اغېزمنه نه ده تمامه شوې او نړیواله ټولنه یو په بل پسې له معترضانو سره خپل ملاتړ او همغږي اعلانوي.








