د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د دغه وزارت یو مسلکي پلاوی د تخنیکي تفتیش او کانونو انسټیټوټ د رییسانو په مشرۍ د ۲۸ ورځني روزنیز سفر لپاره ازبکستان ته ولاړ. سرچینه زیاتوي، د سفر موخه د ازبکستان له پرمختللو لابراتوارونو څخه لیدنه، د عملي تجربو شریکول او د تخنیکي وړتیاوو لوړول دي. دا سفر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې ترسره شوی او تمه ده چې د کانونو په سکټور کې به د افغان مسلکي کادرونو د پیاوړتیا سبب شي.








