د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې یې د کډوالو لپاره په ځانګړي شوي ښارګوټي کې د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړې ده. سرچینې ویلي، چې په خاص کونړ ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټی پر ۳۷۴ جریبه ځمکه طرحه شوی چې د ۵۹۰ کورنیو د استوګنې ظرفیت لري. د کور او ښار جوړولو وزیر نجیبالله حیات حقاني په کونړ ولایت کې د یادو مراسمو پر مهال ویلي، چې دا نمرې هغه کډوالو کورنیو ته ورکول کېږي چې له کلونو کډوالۍ وروسته بېرته خپل هېواد ته راستنې شوي او د سرپناه نشتون له ستونزې سره مخامخ دي.








