ایراني رسنیو د دغه هېواد د روانو لاریونونو په اړه په تازه راپورونو کې لیکلي چې د تېرې څو ورځو په پرتله اوس نږدې ۹۰ سلنه امنیتي ګډوډي کنټرول شوې دي. د راپورونو له مخې، ایراني پولیسو هغه کسان نیولي چې دوی یې «ترهګر» بولي او ویل کېږي چې د لاریونونو منځ ته ورننوتي، عامه شتمنۍ یې زیانمنې کړي او پر خلکو او پولیسو یې ډزې کړې دي. پولیسو ویلي، شاوخوا ۲۰۰ کسان چې وسلې او چاودېدونکي توکي ورسره ول او د لاریونونو د رهبري کولو تور پرې دی، نیول شوي دي.








