اطلاعاتو او کلتور وزارت ويلي، چې د لوګر ولایت په مرکز، څرخ، برکيبرک، خروار او ازره ولسوالیو کې ۲۷ تاریخي سیمې له پېژندلو وروسته ثبت شوې دي. دغه وزارت ویلي، چې یادې تاریخي سیمې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې ریاست د یوه مسلکي پلاوي د سروې په پایله کې پېژندل شوې دي. د لوګر اوسېدونکي وايي، دغه موندنې د هېواد د بډایه تاریخ او بې ساري فرهنګي میراث ښکارندويي کوي او باید په ښه توګه وساتل شي.








