د بدخشان د امینې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي، چې د دغه ولایت په خاش ولسوالۍ کې څلور کان کېندونکي په کان کې د کاربن او دود له امله مسموم او بیا مړه شوي دي. نوموړي ویلي، چې یاده پېښه پرون د خاش ولسوالۍ په «دیو دره» کې د بیروجو په کان کې رامنځته شوې ده. کامګار ویلي، چې د کان کېندونکو جسدونه یې له کان څخه اېستلي او د هغوی کورنیو ته یې سپارلي دي.








