د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ خبر ورکړی، چې د یوې سیمه ییزې موسسې په همکارۍ یې په کندوز، تخار او بدخشان کې څلور زره اړمنو کورنیو ته مرستې وېشلې دي. سرچینې ویلي، چې دغه مرستې کورنیو بېځایه شویو، له ایران او پاکستانه تازه راستنو شویو او هېواد کې له طبیعي پېښو زیانمنو شویو ته وېشل شوې دي. بلخوا، یو شمېر هغه کورنۍ چې دا مرستې یې ترلاسه کړي، خوښې دي؛ خو د اسلامي امارت له مسوولینو او مرستندویو بنسټونو غواړي چې د ژمي په دې ساړه موسم کې ورسره لا ډېرې مرستې وکړي.







