د راپورونو له مخې په پاکستان کې پر افغان کډوالو د تازه فشارونو له پیل څخه د میاشتو په تېرېدو سره، لاهم زرګونه افغان کورنۍ په دې هېواد کې له سختو بشري شرایطو سره مخ دي. په راپورونو کې راغلي، چې د قانوني اسنادو نشتوالی، د جبري ایستلو ګواښ، پراخې نیونې او لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي محدودیتونه د ډېرو کډوالو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. په پېښور ښار کې یو شمېر مېشت افغان کډوال وایي، چې د پاکستان له لوري د کډوالو د مېشتځایونو یا کمپونو د نړولو بهیر ګڼې کورنۍ له بېسرپناهۍ سره مخ کړې دي.







