د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای اوی ایم) راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې په افغانستان کې ۹۵۹۹ دندې خوندي او زرګونو کسانو ته نوې کاري بوختیاوې برابرې کړې دي. یاد سازمان زیاته کړې، چې په افغانستان کې یې شاوخوا ۴۳۸۵ دندې رامنځته کړې چې له ډلې یې ۱۵۹۸ ښځو ته ځانګړې شوې دي. د راپور له مخې، روان کال یې د مالي مرستو، تجهیزاتو او روزنیزو پروګرامونو له لارې د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کړی څو بې ځایه شویو کورنیو، راستنېدونکو، ښځو او ځوانانو ته کاري بوختیاوې برابرې شي.







