د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوالو پروګرام( ډبلیو ایف پي ) راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ کچه په شدت سره لوړه شوې او دمګړی څه باندې ۱۷ میلیونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي. په راپور کې راغلي، چې په تېر کال کې دغه شمېر ۱۴ اعشاری ۸ میلیونه و. د خوړو نړۍوال پروګرام چې د نړۍ په ۱۲۰ هېوادونو کې فعالیت لري، په دې وروستیو کې د بودیجې له کمښت سره مخ شوی او دغه وضعیت یې هم چارې ټکنۍ کړې دي. د دغه پروګرام په خبره په تېرو کلونو کې په افغانستان کې ۱۴ اعشاریه ۸ میلیونه کسان له لوږې حالت سره مخ و، خو سږکال ۳ میلیونه نورې ښځې، نارینه او ماشومان هم ور زیات شوي او په ټوله کې څه باندې ۱۷ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي.







