د روغتیا نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) راپور ورکړی، چې له اروپايي ټولنې سره په همکارۍ یې په افغانستان کې روغتیايي کارکوونکو ته څو اړخیز روزنیز پروګرام جوړ کړی و. یاد بنسټ ویلي، دا پروګرام چې د ۲۰۲۵ کال له نومبر څخه پیل شوی و، د انلاین روزنې ترڅنګ یې عملي غونډې او حضوري ازموینې هم درلودې. د راپور له مخې، په دغه پروګرام کې د سرطان د څلورو لویو مرکزونو او مهمو خصوصي مرکزونو څه باندې ۶۰ ډاکترانو، نرسانو او درمل جوړونکو برخه اخیستې وه. د دغه پروګرام موخه د سرطان د خدماتو او تسکیني پاملرنې کیفیت ښه کول، د ناروغانو اړتیاوو ته پاملرنه او په ټول هیواد کې د خدماتو وړاندې کولو اړوند د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کېدل ښودل شوې ده.







