په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ژمي په رارسېدو سره یې د تخار ولایت په زرګونو اړمنو کورنیو ته بېړنۍ خوراکي مرستې ویشلې دي. دغې ادارې ویلي، چې په یاد ولایت کې یې له ۳۵ زره څخه زیاتو اړمنو کورنیو ته د ژوند ژغورنې مرستې برابرې کړې دي. د خوړو نړیوال پروګرام د مالوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته د لومړنیو خوراکي توکو تر څنګ د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره مغذي خواړه هم ورکړل شوي دي. د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ژمي سختو شرایطو ته په کتو، اړمنو کورنیو ته د مرستو رسول د دوی له لومړیتوبونو څخه دي.







