د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې له ایران سره د خوړو، درملو او روغتیايي توکو د چارو د تنظیم یو تطبیقي پلان لاسلیک شوی، چې له مخې یې افغانستان ته په لوړ کیفیت د خوندي او ګټورو درملو د واردولو زمینه پراخېږي او د قاچاقي او بې کیفیته درملو د واردېدو مخه نیول کیږي. د یاد وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد د ایران د عامې روغتیا وزارت له مرستیال او د خوړو او درملو د ملي ادارې له رییس ډاکټر مهدي پیر صالحي سره د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم په برخه کې یو عملي تطبیقي پلان لاسلیک کړی دی.







