د کندوز ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د څه باندې ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ښاروالۍ اړوند د یوه سوداګریز او استوګنیز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې دي. د کندوز ښاروال قاري ګل نبي انس رسنیو ته ویلي، چې یاد مارکېټ پر ۸.۵ بسوې ځمکه په ۵ پوړونو کې جوړیږي، چې لومړی پوړ به پارکینګ، دویم پوړ به سوداګریز مارکیټ او درې نور پوړونه به استوګنیز اپارتمانونه ولري. نوموړي زیاته کړه، چې ښاروالۍ سږکال لسګونه پراختیايي پروژې پلې کړي او په پام کې لري، چې په راتلونکي کې د ښاروالۍ اړوند ځمکې پر سوداګریزو او استوګنیزو بلاکونو بدلې کړي.







