د اروپايي ټولنې استازولۍ خبر ورکړی، چې د اغا خان بنسټ په همکارۍ د کابل بالاحصار بیارغوي. یاد بنسټ ویلي چې د دغه تاریخي او لرغوني ځای د بیارغونې ترڅنګ به ۳۰۰ کسانو ته عملي روزنه هم ورکړل شي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ په خبره، دا څرګندوي چې د کلتوري میراث ساتنه کولی شي مخامخ له کارموندنې او اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي. د یادونې ده چې تیر حکومت د ۱۳۹۹ کال په کب میاشت کې د اغا خان له بنسټ سره د کابل بالاحصار د دیوالونو او ودانیو د رغونې او په بالاحصار کې د لرغونپوهنې پارک د جوړولو هوکړه لاسلیک کړې وه.







