د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو وایي، چې د دغه ولایت محمداغې ولسوالي د زاهداباد کلي اوسېدونکو د خپلو شخصي لګښتونو پرمټ د محمدجانخان د هلکانو لېسې ودانۍ بیارغولې ده. د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب رسنیو ته ویلي، چې د ودانۍ د بیارغونې او احاطې د دیوال د لوړولو ټول لګښت شاوخوا ۵۰۰زره افغانۍ شوی چې د سیمې خلکو له لوري برابر شوی دی. هغه زیاته کړې، د یادی لېسې پخوانۍ ودانۍ د وخت په تېرېدو زیانمنه شوې وه؛ خو اوس په اساسي ډول په پخواني جوړښت سره رغول شوې، د چارچاپېره احاطې دیوال لوړ شوی او د انګړ ساحه په ځمکه جغل پوښل شوې ده.







