د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت د بلوچستان ایالت په چاغي ولسوالۍ کې له ګردي ځنګل پنډغالي څخه ټول افغان کډوال اېستلي او افغانستان ته یې ستانه کړي دي. په راپورونو کې راغلي، چې پاکستاني چارواکو ویلي، کډوال یې د حکومت د پالیسۍ له مخې افغانستان ته اخراج کړي او اوس یې په پنډغالي کې د خالي کورونو او ودانیو ویجاړول پیل کړيدي. ځایي چارواکو ویلي، چې د بلوچستان ایالت په چاغي ولسوالۍ کې د ګردي ځنګل په نوم د افغان کډوالو یاد پنډغالی چې پر ۱۹۸۰ کال فعال شوی و او زرګونه افغان کډوال پکې مېشت وو اوس په یو کنډواله بدل شوی دی.







