د فاریاب ولایت د خواجه موسی قلعه ولسوالۍ اړوند په یکه تپه کلي کې د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یاد ولایت د پوهنې رییس عبداللطیف نذیر ویلي، چې دغه ودانۍ د ناروې سفارت په مالي ملاتړ د ۱۴ میلیونه او ۳۶۰ زره افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د نوموړي په وینا، دغه ښوونځی ۷ درسي او اداري خونې، احاطوي دېوال او نور اړین ملحقات لري.







