د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د اوبو معین مجیب الرحمن عمر خندزاده د ترکیې پانګوالو یوې ډلې او د عوفي بهرام شرکت له رئیس سره ناسته کې د کابل – پنجشېر د اوبو لېږد، د للندر شاتوت بند او نورو مهمو اوبیزو پروژو په اړه خبرې کړې دي. ترکي پانګوالو افغانستان کې د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی او ډاډ یې ورکړی، چې په اوبیزو پروژو کې به عملي اقدامات پیل کړي.







