د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په واشنګټن ډي سي کې پر ملي ګارډ برید کوونکی افغان د بایډن حکومت له لوري د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې امریکا ته لېږدول شوی و. ټرمپ ویلي، چې له کابل نه په ۲۰۲۱کال کې د انتقال شويو کسانو په اړه څېړنې کوي. نوموړي ویلي، د ملي ګارډ پر عسکرو برید یو «ترهګریز» عمل دی او په دې تړاو یې د وژل شویو دوو عسکرو له کورنیو سره غمرازي ښودلې ده. هغه ټینګار کړی، چې د امریکا د پلازمېنې د خوندیتوب لپاره یې ۵۰۰تازه دمي د ملي ګارډ عسکر ګومارلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې په واشنګټن ډيسي کې د ملي ګارډ پر دوو عسکرو برید شوی او په روغتون کې یې ساوې ورکړې. د ټرمپ تر څرګندونو دمخه یو شمېر امریکايي رسنیو هم یاد بریدګر افغان بللی و.








