د کندهار د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په اړوند سیمو کې د ۴۸زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۳چکډېمونو د جوړولو چارې پیل شوې دي. سرچینې ویلي، چې دغه چکډېمونه د کندهار کرنې ریاست په هڅو، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمان په تخنیکي همکاري جوړېږي. د سرچنیې په خبره یاد چکډېمونه به د کندهار په ښکته میوند اغامیر او جومن سیمو ترڅنګ د نېش ولسوالي د باغي اغا په سیمه کې جوړ شي.







