د کندهار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په ښکته شاولیکوټ ولسوالۍ کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یوه بند د جوړولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه بند په یاده ولسوالۍ کې د «یو این او. سي دي» او د ځایي اوسېدونکو په مالي لګښت د ۳ میلیونه ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي. د دوی په خبره دغه بند د ۶۴ متره اوږدوالي او ۱۲ متره په سور جوړېږي او د ۴۰ زره متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا به ولري.







