د پیسو نړۍوال صندوق په تازه ارزونه کې ویلي چې په پاکستان کې د مالیې نه ورکول، پراخ فساد، د عایداتو پټول او پېچلي مالیاتي قوانین د دولت خزانې ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي. د دغه بنسټ په وینا، په پاکستان کې د ثبت شویو مالیه ورکوونکو اصلي شمېر د رسمي اټکلونو په پرتله خورا کم دی او باید لږ تر لږه ۱۵ میلیونو ته لوړ شي څو د پایدارو ملي عوایدو سیستم رامنځته شي. راپور زیاتوي چې په اقتصاد کې د دولت پراخ حضور، د مهمو سکټورونو کنټرول او پېچلي مقررات د ناوړه ګټو ترلاسه کولو او د ادارو د غیر موثره فعالیت لپاره زمینه برابروي. ورته مهال د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي، زلمي خلیلزاد د پیسو نړۍوال صندوق د تازه راپور په اړه ویلي چې په پاکستان کې فساد نوې خبره نه ده او په وینا یې هلته فساد پراخ او اوږدمهاله دی.








