د میدان وردګو ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲۴ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارو د بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د مسوولینو په خبره د یادې پروژې چارې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د اکتید موسسې له لوري د یاد ولایت د جغتو ولسوالۍ په ۱۱۵ کلیو کې پلې شوې، چې پکې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو او کانالونو رغول شامل وو.







