د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې هېواد یې له یوه سخت انتخاب سره مخ دی. هغه ویلي، اوکراین باید یا د خپلواکو حقونو د دفاع لپاره ودرېږي او یا هغه امریکایي ملاتړ وساتي چې ورته اړتیا لري، خو ټینګار یې کړی چې د سولې اوسنۍ طرحه تر ډېره د روسیې په ګټه ده. زېلېنسکي پرون خپل ولس ته د وینا پرمهال ویلي، چې کېدای شي کیېف د واشنګټن ملاتړ له لاسه ورکړي، او دا به د سولې د پلان پر سر وي. بل لور ته، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د هغه پلان هرکلی کړی چې له اوکراین سره د مسکو نږدې څلور کلنه جګړه پکې پایته رسیږي.








