په برازیل کې د اقلیمي بدلونونو نړۍواله غونډه (کاپ ۳۰) هغه مهال وځنډول شوه چې د غونډې ودانۍ ته نږدې په یوه نندارتون کې اورلګېدنه رامنځته شوه. د رویټرز د راپور له مخې، اور ژر مهار شوی، خو ۱۳ کسان د لوګي د تنفس له امله روغتون ته لېږدول شوي دي. راپور زیاتوي چې د غونډې سلګونه ګډونوال د امنیتي ځواکونو لخوا خوندي ځایونو ته انتقال شوي. دغه پېښه هغه مهال شوې چې هېوادونو د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د مبارزې لپاره پر هوکړې خبرې کولې.








