د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې د دغه بانک د لومړي مرستیال صدیق الله خالد په مشرۍ پلاوي ترکیې ته سفر کړی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد پلاوي د مشارکتي بانکونو د اتحادیې له مشر اسماعیل یورال او غړو سره د اسلامي او ډیجیټلي بانکدارۍ پر پراخولو هوکړه کړې ده. د افغانستان بانک مسوولین وایي، ترکیې ژمنه کړې، چې یو تخنیکي ټیم به افغانستان ته ولېږي؛ ترڅو د الکترونیکي تادیاتو سیستم وارزوي او روزنیز پروګرامونه پيل شي. د سرچینې په خبره، ترکیې ته دا سفر د مالي سکتور د اصلاح او عصري کېدو په موخه شوی دی.







