په کابل کې د سعودي عربستان سفارت خبر ورکړی، چې د ملک سلمان مرستندویه بنسټ د افغانستان په شمال کې پر زلزلهځپلو خوراکي توکي وېشلي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې مرستو کې د هیواد په شمال کې پر زلزله ځپلو کورنیو ۳۰۰ سبده خوراکي توکي او ۳۰۰ کارتنه خرما وېشلې ده. د خبرپاڼې له مخې، دا مرسته په بلخ کې له زلزلهځپلو د ملاتړ په موخه د بیړني غبرګون پروژې په چوکاټ کې د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ شوې ده.







