د نورستان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې روان ۱۴۰۴ لمريز کال په دغه ولایت کې د ۹۲۹ ميليونه افغانيو او ۳۶ ميليونه او ۱۰۷زره امريکايي ډالرو په ارزښت ۲۵۷ پراختيايي پروژې پلې شوې دي.سرچینې ویلي، دغه پروژې چې پکې سرکونه، کانالونه، استنادي ديوالونه، د اوبو شبکې، روغتايي مرکزونه، د ښوونځيو ترميم او نور شامل دي د اسلامي امارت او موسسو لخوا رغول شوي دي. د یاد ولایت د والي وياند فريدون صميم ویلي، چې په دغه پروژو کې ۴۵ ښوونځي ترميم شوي، ۱۰ ښوونځي او درې ديني مدرسې نوې جوړې شوي دي.







