د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جاپان د سویل په یوه ساحلي ښار کې د پراخې اورلګېدنې له امله تر ۱۷۰ زیات کورونه سوځېدلي دي. په راپور کې راغلي، دغه اورلګېدنه د تېرې ورځې له ماښام راهیسې پیل شوې او تراوسه یې په بشپړه توګه مخه نه ده نیول شوې. تر دې مهاله د دغې اورلګېدنې د لامل او تلفاتو په هکله څه نه دي ویل شوي.








