د اوکراین ولسمشر ولادیمر زیلینسکي په خپل ټیلګرام چینل په لیکلي بیان کې ویلي، چې د سپینې ماڼۍ له ځانګړي استازي سره د احتمالي خبرو اترو لپاره ترکیې ته ځي، چې په اوکراین کې د روسیې څلورکلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره لارې چارې پیدا کړي. ټاکل شوې چې زیلینسکي به نن چهارشنبې له ترکیې څخه چې د استانبول ښار یې د روان کال په لومړیو کې د سولې د خبرو د څو پړاوونو کوربه و، کتنه ترسره کړي. هغه په ټیلګرام چینل کې په یوه بیان کې لیکلي چې”موږ د خبرو اترو د ګړندي کیدو لپاره چمتووالی نیسو او ځینې حل لارې مو موندلي دي چې هغه به خپلو شریکانو ته وړاندې کړو. په ټول ځواک سره د جګړې پای ته رسولو ته نژدې کیدل د اوکراین لومړی لومړیتوب دی.”








