یوې ډلې وسله والو پرون د نایجریا په شمال لوېدیځ کې په یوې لیسې برید کړی چې ۲۵ نجونې زده کوونکې یې تښتولي او د ښوونځي یو کارکوونکی یې وژلی دی. اسوشیټېډ پریس اژانس ویلي، هېڅ ډلې تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی او د تښتوونکو انګېزه هم روښانه نه ده. نایجریا کې تر دې مخکې هم دا ډول پېښې شوي چې مشهوره یې په ۲۰۱۴ کال کې د بوکو حرم وسله والې ډلې له لوري د څه باندې ۲۷۰ نجونو زده کوونکو تښتول وو.








